انصار: ( د وږی۱)، نړیوالو رسنیو ویلي، ټاکل شوې چې د هند کرکټ بورډ مشر « جې شاه» د کرکټ نړیوالې شورا مشر په توګه وګمارل شي.
کرکټټیکر نړیوالې رسنۍ د اګسټ ۲۱مه لیکلي چې د هند او د اسیا د کرکټ شورا مشر جې شاه به د ایسيسي یا د کرکټ نړیوالې شورا مشر په توګه وټاکل شي.
نیوزیلینډی «ګریګ بارکلي» د تیرو څلورو کلونو راهیسې د ایسيسي مشر په توګه دنده ترسره کړې او د روان کال د نومبر په ۳۰مه به یې دنده پای ته رسيږي.
اسټرالیا او انګلنډ هغه دوه هېوادونه دي چې د نوموړي پر مشر کېدو یې مثبته رای کارولې ده.
همداراز ویل کېږي چې که جې شاه د کرکټ نړیوالې شورا مشر شي نو په ۳۵ کلنۍ کې به د ایسيسي په تاریخ کې تر ټولو ځوان مشر وي.
جې شاه اوس د هند کرکټ بورډ مشر دی، او د نوموړې په مشرۍ کې هند د روان کال شل اوریز نړیوال جام وګاټه.
له جام ګټلو وروسته د هند کرکټ بورډ مشر جې شاه د هند کرکټ ملي لوبډلې ته ۱۲۵کروړه هندي روپیو ستره جایزه اعلان کړه.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33100